دامريکايي قومندان پرڅرګندونو باندي مکث
انجنير سيد عبدالقادر انجنير سيد عبدالقادر

          

 ۱۲ ـــ ۳ ـــ ۲۰۱۰                                                      

 

             ټـول بدن مي سره لمبـه سـووپه اورونـودپـردو              

ژر مـي وژغــوري چه سـوځـم زما اصيل پاکوبچـو      

زمـا نـا اهــله ورســره دي دغـليـم تر بيــرغ لانـدي      

نـه شــرمـيـږي دتـاريــخ نـه ،نـه  دپــلار نـه دنـيـکو    

تــوره شـپه بـه ژرسـي تيـره بيـا اتـل بـه دميـدان سـم   

بيابه پښو ته لويږي هغه چه زې خرڅ کړيوم په شنو 

 

                    افغان غيور ولس دامريکايي قومندان څرګندوني

                   دځان  له پاره سپکاوي اوپه  کلکه يي محکومه وي         

  

۱ ـــ دامريکايي قومندان  پرڅرګندونو باندي  مکث :

۲ ـــ دمارجي او نادعلي پر ولسواليو باندي دناټوجنګي عملياتو ته  يوه لنډه کتنه :

۳ ـــ محترم کرزي ته يو  وړانديز :

 

۱ ــ دواشنګتن پوست دورځپاڼي د۱۹ــ۲ــ ۲۰۱۰ شماري په خپله يوه مقاله کي ليکلي وه ، چه دامريکا دپوځ هغه قطعا ت چه په هلمند کي دطالبانو په وړاندي جنګيږي ، په دې جګړه کي که ملکي کسانو ته مرګ ژوبله ور اوړي ، تاوان به ورکوي ۰ اوهم ددې قطعاتو پوځي قومندان وايي چه دمرګ ژوبلي په بدل کي دنقدو پيسو ورکول په افغانستان کي تر ټولوغوره لاره ده ، ځکه چه عام خلک ډير بي وسه دي په دې سره به يي غم او خفګان راکم سي ۰

 اواشغالګرو ،  ديرغمل سووافغانانو له پاره  په لاندي ډول  قيمتونه ټاکلي دي :

 ـــ ديوه ماشوم دوژل کيدو په بدل کي د۱۵۰۰ ـــ ۲۵۰۰ ډالرو پوري ۰

   ــ  دهر ټپي شخص له پاره د۶۰۰ ــ ۵۰۰ ۱   ډالرو پوري ۰

 دا يوښکاره حقيقت دي چه د امريکايي نظامي قومندان پورتنۍ څرګندوني دټولوقبول سوو نړيوالو بشري حقوقو څخه ليري دی  ، ولي باید ووایو چه دې نظامي قومندان داڅرګندوني  دخپل اشغالي سياست په زور تر سره کړي دي ۰  په داسي حال کي چه دنړي  په تاريخ کښي بيا تر دې مهاله پوري  دانسان وژوند ته داسي قيمت ايښوونه نه وه سوي ،ولي دامريکا دې جنګي زور واکي ، ټول انساني حقوقي نورمونه تر پښو لاندي او دحماقت په لوي جرئت يي په اوسني حال کي دافغانستان يرغمل سوي ولس وژوند ته پورتنۍ  قيمت ايښوونه وکړل ۰ نوپه دې قيمت ايښوونه به  په افغانستان کي  ديرغلي لښکرو اوافغان ولسي مقاومت تر منځ  دجنګ په تاوده ميدان کښي  به نوره هم  بشري جنايتکارانو ته دمعافيت او دانسان وژوند ته دنه احترام  زمينه برابره او جرئت به يي ور ډير کړي ۰  چه په دې صورت کي به نو دغه جنګ غوښتونکي   دهيڅ نوع بشري جناياتو څخه مخ وانه ړه وي ۰  دا ځکه چه دوي به نور  په دې فکر کښي وي ، چه  دهر بي ګناه  انسان دمنځه تلو  په مقابل کي  موږ دهغو دژوند قيمت يعني ۲۰۰۰ ډالره دهغو پاته کسانو ته ورکوو ، ځکه نو دوي به په ډير جرئت سره  د نوو بشري جناياتو  په کولو سره مخ  په وړاندي ځی ۰ اوس نو داسي سوال پيدا کيږي چه څه سول دبشر دحقوقو هغه نړيوال مدافعين چه مرکزونه يي په امریکا او انګلستان کی قرار لري ؟  چه نن دهم دغو هيوادونو دپوځي قومندانانو له خواه د بي ګناه انسانانو دژوند قيمت د ۲۰۰۰زرو ډالرو په شاوخوا کښي په داسي حال کي  تعينوي ، چه ټول نړيوال بشري  حقوق په ډير جرئت سره تر پښو لاندي کوي ۰ ولي ددې څرګندونو په وړاندي  دبشري حقوقو نړيوالو ادارو په خپلو مرکزونو کښي ځانونه ناخبره او بي تفاوته نيولي دي ۰

ځکه نو افغان ولس دملګرو ملتونو د اداري دمشر محترم ( بانکي مون ) څخه په کلکه غوښتنه کوي ، چه دپورتني امريکايي قومندان څرګندوني چه په ښکاره ډول دبشر نړيوال حقوق يي  تر پښو لاندي کړي ، او دانسان وژوند ته يي په ډيره سپکاوي کتلي او  قيمت ايښوونه ورته  کړي ده ، تر عدلي پوښتني لاندي  راولی ۰ او که نه نو به په افغانستان کي ديرغلي لښکرواو مقاومت تر منځ په جګړه کي دبشري جناياتو لړي  نوره هم  مخ په ډيريدو شي ۰

 

۲ ـــ د امريکايي پوځ تر قوماندی لاندي دناټوستر جنګي عمليات چه د هلمند ولايت د مارجی اونادعلی  په سيمو کښي  تر سره سو ل ، نه يوازي دامريکا مشرتابه ته  بلکه دناټو دهيوادونو واکمنانو ته هم  ډير څه ور زده کړي ، او ډيرواقعيتونه به يي هم  ورته  په ګوته کړي وي ۰ ولي داهغه څه دي چه په پايله کي يي  بايد  تاسو ( دموکراټ ولس مشره )  دوخت دغوښتني سره سم دبوش د غه جوړکړي   تراژيدي سريال ته دپاي ټکي کښيږدي ۰ چه دا به نه يوازي ددې ځپل سوي ولس دآرامي سبب ګر ځيدلي وي ، بلکه ستاسودولسونو دهيلو سره به موهم  سم قدمونه اخستي اوپه نړي کي به مو  دنوو پوځي او سياسي  کړکيچونو مخه  نيولي وي ۰ واقعيت خو دادي چه دمرجي او نادعلی په سيمو کښي دناټو دجنګي عملياتو پر وخت ،  دبوش دواکمني  دوختونو په څير ټول نړيوال حقوق په ځانګړي توګه دملکي خلګوپه وړاندي په  پراخه توګه تر پښو لاندي سوي ، ولي دجنګ  واکمنانوبيا دحقیقت څخه په ليري فاصله کي  هرڅه نورمال او په خپله ګټه تبليغول  ۰ولي  دسيمي هغو زرهاوو کورنيو چه دناټو دتبليغاتو او يا   داقتصادي او امنيتي ستونځو له کبله ونکړايسواي چه خپل اصلي ټاټوبي ايله او نورو سيمو ته ځانونه ورسوي ، نو  په پايله کي يي   په  زرهاوو کورني نه يوازي  دوژني دتهديدونو سره مخامخ او تلفات يي وليدل ، بلکه ددې و څنګ ته  دڅښلوداوبو او خوراکي موادو دسختو ستونځو  سره هم لاس او ګريوان سول ۰ولي په واقعيت کي  هغه څه چه دجنګ نيژدي څلورواونيوکي ددې سيمي پر غريبو او غيورو  خلګو باندي تير سوي دي ، په نيژدي راتلونکي کي به هر څه ښکاره او ميدان ته راووزي ۰ ولي حقيقت خو دادي    چه د مارجی او نادعلی سيمی ديرغلي ځواک دجنګی عملياتو پر وخت  دغزي په څير په يوه ښکاره سر خلاصي زندان باندي تبديلي سوي وي ۰ځکه دسيمو خلګو ديرغلي ځواکونو له ويري نه خپل بي ګناه  زخميان او شهيدان  دباندي هم  نه سواي انتقالولاي ۰ ولي بايد ووايو چه  ددې جنګ ډيرترخه واقعيتونه ځکه  تر اوسه پوري  پټ ساتل سوي دي چه دناټوا وافغاني واکمنانو  پر داخلي او خارجي ژور نالستانو ټولي لاري تړلي وي ، ځکه نو پر دې بي ګناه ( ماشومانو ، ښځو، زړو او ځوانانو ) باندي چه په دې سر خلاصي زندان کي  هر څه تيريدل چايي آواز نه آوريدي ، ولي هغه لږ څه حقيقتونه چه دباندي راوو تل ، هغه دهغو زخميانو له خواه بيانيدل کوم چه په يوه او بل شکل دجنګ دميدانه څخه دهلمند مرکز ته رسيدلي او هلته دژور نالستانو سره مخا مخ سوي وه  ۰ خکه نو دډيرو او پټو هغو جنګي جناياتو رسوايي به هغه وخت راميدان ته سي ، چه په دې سيمو کي ديرغلي ځواکونو محاصره ماته او دولسي خلګو تګ راتګ  پيل سي ۰ولي بايد ووایو چه محترم کرزي هم پر ۸ــ ۳ـــ ۲۰۱۰ نيټه باندي دامنيتي چارواکو او دانګریز دصدراعظم سره يوځاي دمارجي د څو هفتو جنګ ځپلو کنډوالو په يوه مسجد کښی ديو شمير محلي  خلګو سره وکتل ، چه د ( ډيلي ټلګراف) ور ځپاڼي په حواله کرزي دخلګو په وړاندي په داسي حال کي په نا کامۍ اعتراف وکړ، چه د يو شمير ګډونوالو دتيزو او تندو خبرولاندي راغي ۰ او دخلګو په وړاندي کرزي دا ومنل چه دمارجي د خلګو سره بد چلند سوي او زورول سوي دي ۰نوموړي ورځپاڼه دمارجي دنوي ولسوال په هکله بيا داسي ليکي ، چه دا ولسوال په جرمني کي جرمي دوسيه لري او څلور کاله يي  هم دخپل دتره دزوي وژلو په تور په بند کي تير کړي دي ۰که دامريکا تر رهبري لاندي دناټو دهيوادونو واکمنان چه  ظاهرأ  په  دې عقيده دي چه په شديدو نظامي بريدونو به افغاني  طالبان ودې ته اړکړل سي چه دمذا کري وميز ته رانيژدي او اساسي قانون به ومني ، داويلايسو چه خواب است ، محال است وجنون ۰

دا ځکه چه حقيقت خو دادي چه ، داخلي او دناټويي هيوادونو واکمنان دافغانستان داوسني جنګ اصلي علت پټ کړي ، او خپلو شومو هدفونو ته درسيدو په مقصد دعيني واقعيتونو  څخه ليري ، داوسني جنګ حل په ډيره ساده ګي سره دافغانانو  داقتصادي ستونځو په حل کي تبليغوي ، ځکه نو دې واکمنانو  وخپلو هدفو نو ته درسيدو له پاره  دلندن په کنفرانس کښي په ډيره سپين سترګي  دعيني واقعيتونو څخه په ډيره ليري فاصله کي  د دې جنګ دختميدو له پاره دافغانستان ګوډاګي رژيم سره  د۵۰۰ ميلونو ډالرو دنوي کومک فيصله وکړله ، چه دابه د طالبانو له پاره دکار دپيدا کولوپه مقصد  په مصرف رسيږي او هغوي به د جنګ څخه لاس اخلي ، او ددوي دظاهري عقيدي له مخي بيا به  نو په افغانستان کي  ګل اوګلزار سي ۰ 

 

په داسي حال کي چه په افغانستان کي اوسني جنګ داشغالګرو او افغاني مقاومت تر منځ  دی ، دآزادې په دې جنګ کي نه يوازي افغاني طالب  سرښندنه ورکوي بلکه ولسي ستر مقاومت هم پکښي دريدلي دي ۰ داځکه چه داشغالګرو داتو کالو پرله پسي دانساني کرامت څخه ليري وحشتونو دهر افغان دروازه وروهلي او هغوي يي په جسمي او رواني لحاظ زخمي کړي دي ، چه دالړي اوس هم په هغه وحشت باندي پر مخ ځي ۰ ځکه نو په دې سپيڅلي خاوره کي بيا دميوند دجنګ په څير دوهمه ملالۍ ( قهرمانه شهيده عابده ) پرمارجي او ناد علي باندی داشغالګرو دوحشتونو په وړاندي د خپلوخلګواو وطن  ددفاع له پاره هغه پټ ټوپک راواخيست کوم چه دروسانو دوخت څخه ورته پاته سوي ، او دا ځل يي بيا  دپردو په وړاندي خپل ډک ټوپک خالي کړ ، او بيا ديرغلګر ځواک له خواه په شهادت ورسيدله ،او خپل پاک نوم يي دافغانستان په سپيڅلي تاريخ کښي په زرينو کرښو باندي پريښوي ۰  چه دا هغه واقعيتونه دي چه يو شمير داخلي او بهرنيو رسنيو خپلي سترګي پري پټي کړي دی ۰ چه ددغسي حقيقتونو پټول   نور هم دغربي ډموکراسي قلابي ګري ښکاره کوي ۰ که هر څونه اشغالګر واکمنان واقعيتونه دخپلو ولسونو څخه پټ او ليري وساتي ، بيا هم  تاريخ ښودلي ده چه  دمقاومت ليکوته نه يوازي زيان نه سي رسولاي ، بلکه  نوري هم پراخه او ټينګيږي ۰

۳ ـــ محترم کرزي ته يو وړانديز :

ټول افغان ولس په دې  پوره پوهيږي چه په افغانستان او منطقه کښي  ديرغلي خواکونوپه نيژدي او ليري ستراتيژيکي اهدافو باندي په ځانګړي توګه په اوسني مهال کي تر هر بل افغان تاسو ښه  خبر او پوهيږي ۰ که د دې ليکني محتوا   څخه ليري ولاړ نه سوو ، تاسو دامريکايی قومندان ( مک کريسټال )  نيژدي ديوه کال څرګندوني چه دخپلو کاميابيو او  جنګي عملياتو په هکله يي کړي اوکوي يي ،هم اوریدلی دي ۰ ولي  په داسي حال کي چه  د تير يوه کال په موده کښي هغه ډله ايزي وژني او بشري جنايت چه دافغانستان په مختليفو سيمو کښي دهم دې قومندان تر مشري لاندي دناټو دقواوو په زريعه تر سره سوي دي، نوهغوی ته بیا   داقهرمان څه ځواب لري ؟ او که دلږ وخت له پاره دابشري جنايت  يوه طرف ته پريږدو،  يوازي به تاسو ته دمارجي او نادعلي په ولسواليو کښي هغه جنګي عمليات  چه دده تر قوماندي لاندي تر سره  سول ووايم چه   زموږ پر ملکي خلګو ( ښځو ، وړو ، زړو او ځوانانو )  باندي کوم اورونه ، نه وه چه ددوي پر سروباندي بل نه سول۰ولی دنورو  جنګ ځپلو  کورنيو وڅنګ ته دهغي اوه کلني پاکي ماشومۍ ته څه جواب لري ؟  چه دې وحشي جنايتکارانو  دکورني ټول ۱۲ غړي يي په شهادت ورسول ۰ ايا که په جهان عدل او انصاف موجود واي نو هغي محکمي ته به ( مک کريسټل )  څه جواب درلودلاي ؟   ولي دخوښي ځاي دادي چه ددې وحشتونو څخه پاته پايلي تاسو په خپلو سترګو دنيژدي وليدلي  ۰

ځکه نو تاسو هم له خپل وجدان له مخي ديوه افغان مشر  په صفت  دخلګو په وړاندي اعتراف وکړ ، چه ستاسو سره بد چلند سوي او زوريدلي ياست ۰ ولي ( مک کريسټل )بيا ديوه امريکايي په صفت دا جنګي عمليات دځان او ناټو له پاره لويه کاميابي وبلل ۰او دخپل صلاحيت په ډيره ليري فاصله کي دا هم وويل چه زه به به مارجه کي يوه د کار وړ اداره جوړه کړم ۰ چه په نتیجه کي ( دنورو افغانانو په نه شتون کي )  يو نوي ولسوال چه په جرمني کي  د يوي جرمي دوسيي لرونکي هم وو۰ دده په اصطلاح دنوي کار آمدي اداري په رأس کي يعني ولسوال مقرر کړ۰   باید ووايو چه  دا ټول هغه څه دي  چه داشغالګرو داتو کلونو دکړونو په هکله افغان ولس لا پخواه  ښه قضاوت کړي او هم يي کوي ۰  

ولی دانګلستان صدراعظم ( ګوردن براون )هم  دخپلو عسکرو سره دليدلوپرمهال ددې ولسواليو فتح دځان له پاره لويه کاميابي وبلل ۰

واقيعت خو دادی که داروپا پر هر لوي ښار باندي دلندن په شمول د۲۱ می پيړي دغه  په عصري سلاحو مجهز ۱۵ زره کسيز  پوځ د۶۰ جنګي الوتکو سره يوځای ولی  دقواو په هم دغه تناسب  يرغل وکړي ، فکر نه کوم چه دهغه ښار تسليمي دې  د دوو ورځو څخه ډير وخت ونیسي ۰ ځکه نوو يلايسو چه دافغان ولس داسلامي عقيدي سره نغښتې وطني مينه هر يرغلګر دتاريخی لوي ماتي سره مخامخ کړي دي   ۰

محترم کرزی صاحب : 

ولی بيا هم داښامار غواړي چه د خپلو جنګي عملياتود  وحشتونو دلړي مخ د ابدالي لوي احمد شاه وهغه  تاريخي ښار ( کندهار ) ته ور واړوي ، کوم چه دا ستر تاريخي ښار څه باندي دوي پيړي مخکي  دابدالي لويي  امپراتوري مر کز او هم ستاسو دماشوم توب د زانګو د زنګيدوځای وو،  چه  نن بيا غواړي  ددې ښار غريب ولي غيور ولس د نووزورونو او وحشتونو سره مخامخ کړي ،. او دليري ځايه څخه ودې غريب ولس ته خپل غاښونه چيچي ۰ او غواړي  دافغانستان دنورو سيمو په څيردڅووم ځل له پاره   په دې سپيڅلي ښار او خلګو  باندي هم  خپلي نوي کيمياوي او غير کيمياوي بشر وژونکي  سلاحوي وازمويي ، څو په جهان کي ددې سلاحو پلورولو ته نوي بازارونه پيدا کړي  ۰

او هم بايد ووايم چه  دکاناډا دتورنټو سن د۶ــ ۱۲ ــ ۲۰۰۹ په  ورځپاڼه کی يو  پخواني  ژور نالست اوليکوال دخپلي ليکني يوه برخه کی هم ددې جنګي عملياتو  په هکله په خپله وړاند وينه کي    داسي   ليکلي دي : 

دامريکا دغه سمندري تکړه پوځيان به سرکښه کندهار به نور هم ځپي کټ مټ لکه دعراق دفلوجي ښار چه يي  لو ټي لوټي کړي ۰ هو ! دابه يوازي  دماتيدوله پاره تمرينات وي او بس ۰

اوس نو ستاسو محترم څخه دپورتنيو واقعيتونو په نظر کي نيولو سره دا فغان جنګ ځپلي ولس هيله داده چه پري نږدي چه دا د بشري جناياتو دوحشتونو لړۍ نورو ښارونو ته هم وغځول سي ،او  دا جنګ ځپلي ولس نور هم دبشري او اقتصادي جناياتو سره مخامخ کړي ۰  اوپه پاي کښي  ددې وحشتونو دژر تر ژره   دمخنيوي له پاره د سيا سي  حل داسي يوه عيني ميکانيزم ته اړتيا سته  چه هغه تاسو  د مستقيلوافغاني سياسي  کار پوهانو  په پراخه ګډه مشوره دافغان ولس دملي ګټو په نظر کي نيولو سره جوړ کړي ، چه هغه دجنګ  ددواړو طرفودتائيد وړ وګرځي  ۰ 

اخځ : دبينوا ويب پاڼه ۰                                              تمت باالخير ۰

: لراو برويب پاڼه ۰                                                                                                                                                                                                                                                    


March 14th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات